دسمبر 03, 2020

دجنتیانو حسن اوجمال :

دجنتیانو حسن اوجمال :

 دحضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چی نبی اکر صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چی ړومبۍ ګروه (ډله ) چی جنت ته به داخلیږی دهغو مخونه به څوارلسم سپوږمۍ په شان (پړکیدونکی) وی ، او کوم خلق چی ددوی څخه ورسته ( دویم ځل باندی) داخلیږی دهغو شکلونه به ډیر زیات روښانه او ستورو په شان وی .

ټولو جنتیانو زړوه به یو زړه باندی وی (یعنی دهغو به خپل کښی داسی محبت وی لکه دیوه  زړه  ) دهغوی به په خپلو کښی نه اختلاف وی نه به بغض وی .

دهر جنتي  دپاره به (دحور عین څخه کم ازکم) دوه ببیانی وی ، دوی به سهار او ماښام دالله تعالی تسبیح بیانوی.

 نه به بیماریږی نه به غټ او وړوکۍ او دس ماتی کوی ، نه به دپزی ګندګی وی نه به توکی .

 دهغوی لوښی به دسرو اوسپینو زرووی او دهغو ګو منزې به دزروی وی ،دهغوی په مجمر به عود لګیږي .

 دهغو خوله به دمشک په شان خوشبو داره وی ،ټول به دخپل پلار آدم u په صورت باندی وی او دهغو قد به لوړ والی کښ اویا لاسه وی . (مشکوة المصابیح ص۴۹۶ازبخاری ومسلم .

       ددې حدیث څخه دجنتیانو دښایست او دهغو دببیانو دحسن او جمال حال معلوم سو ، دغه رنګ دهغو دصفایی حال هم معلوم سو چی هلته به دتوکلو ، پزی صفا کولو ، غټ وړوکی او دس ماتی ضرورت نه وی ، بلکه دانسان دبدن څخه به دخولي په څيرراځي لکه کومه خوله په ګرمي کې په انسان  راځی، بلکه داخوله به يې دخوراک هضم کیدولو ذریعه  وی(چی دهغه بیان به وړاندی راسی ) او هغه خوله به خوشبوداره او خوشګواره وی .

        دجنتیانو سترګی به توری وی :

دحضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چی نبی اکرم  صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چي اهل جنت به اجرد او امرد وی ، دهغو سترګی به (داسی ښایسته وی چی بغیر رنجو څخه ) توري وی ، نه به دهغوی ځوانی فنا کیږی اونه جامې زړیږی . (مشکوة المصابیح ص ۴۹۸ ازترمذی ودارمی)

        اهل جنت به اجرد او امرد دی یعنی دهغو په بغلونو ،نامه لاندي ،پونډیو اولاسونو به ویښتان نه وي همدارز به دوئ لاږیري نه وي راغلي

اوددوئ دسرويښتان به ډيرحسین وي ځکه په یو روایت کښی دبخاری شریف دا فرمایل سوی چی دهغو ی ګومنزې به دسرو زروی وی .

         دجنتیانو صحت او ځوانی :

  حضرت ابوسعید خدری tڅخه روایت دی چی رسول الله r وفرمایل چی یو ( منادی به جنتیانو کښی) اوازکولو سره اعلان وکړی چی اې جنتیانو! ستاسی دپاره داخبره مقرر سوی ده چی همیشه به صحت مند اوسی! چیری به ناروغی نه شی ، او دا (هم ) مقرر سوی ده چی همیشه به ژوندی اوسی، هیڅ کله  به مرګ نه راځی او (داچی ) همیشه به ځوانان یاست کله به سپین ږری کیږی نه او هم به محتاجه کیږی نه . (مشکوة المصابیح ص۴۹۶ازمسلم)

       دجنتیانو عمرونه :  دحضرت ابوسعید خدری t  څخه روایت دی چی رسول rوفرمایل چی جنت  ته تلوونکی سړی هم چی ددې دنیا څخه رخصتیږی وړوکی وی که لوی (دداخلې په وخت به) ټولوته ددیرشو کالوعمرور کړل سی ،(فی بعض الروایات ثلثین او ثلث وثلثین مع شک من الراوی او فی اخری ثلاث وثلاثین من غیر شک) ددې څخه به چیری هم زیاتیږی نه ، (مشکوة المصابیح ص۴۹۹ازترمذی)

     ددیر شو کالو عمر درمیانی عمر دی ، په دې کښی نه دماشوموالی نا پوهتیا وی نه دځوانی مستی وی نه به سپین ژرتوب والی راځی نه به یې اثر وی .

        دې عمر کښی ځوانی کامله او فهم کامل دواړه حاصل وی هوش او حواس او اعضاء سالم وی دې وجی څخه  داعمر یې جنت والو دپاره ایښی دی یعنی دی ټولو او صافو سره به داټول جنتیان متصف وی ، همیشه همیشه به جنت کښی اوسی ، نه به ځوانی کښی کمزوری راځی نه به هوش وحواس کښی خلل پیدا کیږی نه به غاښونه وزی ، نه به نظر کښی فرق راځی بعض روایتو کښی دجنتیانو عمر ۳۳ کاله هم راغلی دی .

 پاته لري ……

مولانا عاشق الهي بلندشهري رح

Related posts