دسمبر 03, 2020

جهاد په ډیرو طریقو سره کيږي !

جهاد په ډیرو طریقو سره کيږي !

الاستفتاء رقم ……… محترم مفتي صاحب ! له ډیره وخته مي داپوښتنه په زړه کې ده چې داجهاد اوس یواځې دکفارو سره جګړې ته ویل کيږي اوکه دجهاد نور امور یانوري لارې هم شته ؟ احمدولي

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: جهاد له جَهد څخه  یاله جُهدڅخه اخستل شوی  چې دطاقت مصرفول ایا دمشقت برداشت کولوته ویل کیږي ، اودشریعت په اصطلاح کې جهاد  بذل الوسع والطاقة بالقتال في سبیل الله بالنفس والمال واللسان اوغیرذلک  .. یعني دخپل وس اوطاقت صرفول دکفارو سره په جګړه اومقابله کې .نور که  په نفس سره جهادکول وي یعني خپله جهاد ته تلل وي اوکه دجهادپه لاره کې دخپل  مال مصرفول وي یادپه ژبه دجهادبیان اوترغیب یادعوت خلګوته ورکوي یادقلم په واسطه وي   اوداسي نور ….

لهذا دکفارو ،یرغلګرو اودهغوئ دغلامانو سره په مقابله اوجګړه کې  خپل ټول وس اوطاقت لګول نورکه په خان سره وي اوکه نفس سره وي یاپه لسان سره وي یاپه قلم سره وي داټول جهاد ګڼل کیږي .

روى أبو داود بإسناد صحيح أن النبي صلي الله عليه وسلم قال: ” جاهدوا المشركين بأموالكم وأنفسكم ألسنتكم ” .

وقال الكاساني في بدائع الصنائع (7/97): الجهاد في سبيل الله فعبارة عن بذل الجهد وهو الوسع والطاقة ، أو عن المبالغة في العمل من الجهد وفي عرف الشرع يستعمل في بذل الوسع والطاقة بالقتال في سبيل الله تعالي بالنفس والمال واللسان أو غير ذلك أو المبالغة في ذلك .والله تعالی اعلم

Related posts