دسمبر 03, 2020

غیبت څه ډول عمل دی !

غیبت څه ډول عمل دی !

دغیبة په هکله الله تعالی فرمایې :

وَلَا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَنْ يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَحِيمٌ (12) حجرات »

ژباړه : غيبت  دي نه کوي  ځیني د تاسې د ځیني نورو ، آيا تاسې  دا خوښوئ چې د خپل هغه مړه ورور غوښې وخوري ؟ [ نه ] ( ځکه چې) تاسو ورڅخه کرکه کوئ  نو له الله څخه ووېرېږئ !بې شکه چې الله د توبې قبلونکی او بخښونکی دی .

په  حديث شريف کې راغلی دي : إِنَّ مِنْ أَرْبَى الرِّبَا الِاسْتِطَالَةَ فِي عِرْضِ الْمُسْلِمِ بِغَيْرِ حَقٍّ  (احمد 1/190 او ابو داود 4876    ژباړه : بدترين سود خواره هغه دي چې په نا حقه د مسلمان آبرو تويوي     .

غیبة څه شی دی ؟

دمسلم شریف په یوه روایت کې راغلي دي :چې درسول الله صلی الله علیه وسلم له صحابه وڅخه پوښتنه وکړه چې غیبة څه شی دی ؟ هغوئ ورته وویل چې الله تعالی اورسول الله صلی الله علیه وسلم ښه پري خبردي :نورسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ :

قَالَ: ” ذِكْرُكَ أَخَاكَ بِمَا يَكْرَهُ “، قِيلَ: أَفَرَأَيْتَ إِنْ كَانَ فِي أَخِي مَا أَقُولُ؟ قَالَ: ” إِنْ كَانَ فِيهِ مَا تَقُولُ: فَقَدْ اغْتَبْتَهُ، وَإِنْ لَمْ يَكُنْ فِيهِ مَا تَقُولُ: فَقَدْ بَهَتَّهُ] مسلم 2589

ژباړه : و يې فرمايل : ستا د کوم ورور داسې یادونه وکړي چې هغه يې بده  ګڼي یايې نه خوښوي ، پوښتنه وشوه چې که چيرې هغه خبرې  چې زه يې وايم  زما په هغه ورور کې موجود وي ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل : کچيرې هغه څه چې ته يې وايي  په هغه کې موجود وي همداغيبت دی او که نه وي بیاخوبهتان دی .

حسن بصري رح :

یوه ورځ یوسړی حسن بصري رح ته راغی اوورته ويې ویل:چې مااوریدلي دي ته زماغیبت  کوي ،هغه ورته وویل :ته دومره ارزښت  نه لری چې خپلې نیکۍ تاته درکړم .

یوه فقیه عالم .

دیوه فقیه عالم په وړاندي یوه سړي غیبت شروع کړل  هغه عالم ورته وویل :له رومیانو سره دي جهاد کړی دی هغه ورته وویل نه ،ورته وی ویل :له ترک سره دي جهاد کړی دی هغه ورته ویل  :نه ،عالم ورته وویل : نورومیان اوترکان روغ درنه ګرزي اوخپل مسلمان ورور درڅخه په امن کې نه دی .

غیبة کبیره ګناه ده 

غیبة له کبیره ګناهونو څخه دی دیوه مسلمان لپاره ضروری ده چې له دغې ګناه څخه ځان وساتي اوکه ځني شوي وی نودي الله تعالی څخه عفو اومغفرت وغواړي اوهم له هغه نارینه یاښځینه څخه عفوه وغواړي چې  ده يې غیبت  کړی .

ابوحامدعفی عنه

Related posts