دسمبر 03, 2020

جهاد ته تلل داویاکالو ترعبادت غوره !

جهاد ته تلل داویاکالو ترعبادت غوره !

وعنْ أَبي هُريرةَ، رض، قَالَ: مَرَّ رَجُلٌ مِنْ أصْحَاب رسُولِ اللَّه  ِ ﷺ، بشِعْب فيهِ عُيَيْنَةٌ مِن ماءٍ عَذْبةٍ، فأَعجبتهُ، فَقَالَ: لَو اعتزَلتُ النَّاسَ فَأَقَمْتُ في هَذَا الشِّعْبِ، ولَنْ أفعلِ حَتى أسْتأْذنَ رسُولَ اللَّه   ِ ﷺ، فذكَرَ ذلكَ لرسُولِ اللَّه ِ ﷺ، فَقَالَ: لاَ تفعلْ، فإنَّ مُقامَ أحدِكُمْ في سبيلِ اللَّهِ أفضَلُ مِنْ صلاتِهِ في بيتِهِ سبْعِينَ عَامًا، أَلاَ تُحبُّونَ أنْ يَغْفِر اللَّه لَكُمْ ويُدْخِلكَمُ الجنَّةَ؟ اغزُوا في سبيلِ اللَّهِ، منْ قَاتَلَ في سَبيلِ اللَّهِ فُوَاقَ نَاقَة وَجَبتْ لَهُ الجَنَّةُ. رواهُ الترمذيُّ وَقالَ: حديثٌ حَسَنٌ.

ژباړه : له ابوهریرة رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې یو سړی  درسول الله صلی الله علیه وسلم له اصحابوڅخه په یوه دره کې تیریدی  یوه دخوږ و اوبوچینه یې ولیده ،خونديې ورکړ ، اوله ځان سره يې وویل :دلته پاته شوی وای [اودالله تعالی عبادت به مي کاوه ] رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې داخبره یاده کړه هغه ورته وفرمایل : داسې مه کړه ! ځکه چې په جهاد کې دریدل [ جهاد ته یوځل تلل ] په کور کې داویاکالو ترعبادت غوره ده ،ایا تاسونه خوښوئ ! چې الله تعالی درته بخښنه وکړي اوجنت ته موداخل کړي ،دالله تعالی په لاره [جهاد] کې غزاو ته ځئ ! چاچې دالله تعالی په لاره کې داوښې په لوشلوکې دوقفې  په اندازه جهاد وکړ الله تعالی به جنت ورکړي .

تشریح : له دي حدیث څخه معلومه شوه چې په کور کې که یوتن اویاکاله په داسي عبادت کې تیروي چې الله تعالی قبول کړی هم وي  بیاهم په جهادکې  دریدل تردې ډیر غوره اوافضل دی .لنډه داچې په اسلام کې یوعبادت هم داسي نشته چې ترجهاد ډیراجر اوثواب ورباندي ترلاسه کیږي .

Related posts