جنوري 26, 2021

نيمه ورځ جهاد !

نيمه ورځ جهاد !

وعن انس رضی الله تعالی عنه  قال قال :رسول الله  صلی الله علیه وسلم لغدوة في سبیل الله وروحة  خیرمن الدنیاومافیها . ۔( مسلم)

ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : نیمه ورځ سهار له خوا یانیمه ورځ دماپښین لخوا جهاد ته تلل ددنیااومافیها څخه غوره ده .

تشریح : په جهاد کې نیمه ورځ تیرول  یعني یوسهار ترغرمي جهاد کول  یایوماسپښین ترمازیګره جهاد کول دټولي نړۍ اوهغه ټولو څیزونو څخه چې په دنیاکې دی بهتر دی . اوداځکه چې په دې نیمه ورځ جهاد سره دالله تعالی رضا اودومره اجرترلاسه کیږي چې دداټولي نړۍ په قرباني سره نشي موندل کیدلای .

Related posts