جنوري 26, 2021

په درختو کې عشر !

په درختو کې عشر !

الاستفتاء : رقم … محترم مفتي صاحب ! موږ مجاهدین یوې سیمې ته دزکوة اوعشر دراټولو لپاره ورغلو ،یوه سړي ډیر چناران اودرختي پلورلي وي ،مګر موږ له هغه څخه عشر وانخست ځکه موږ ته نه وه معلومه چې په دغه ډول درختو اوچنارانو کې عشر یانصف عشرشته اوکنه ؟ اونه دارامعلومه چې ددغو درختو اوچنارانو عشر کله ایستل کیږي ؟ نوکه په دې اړه پوره معلومات راکړئ احسان به مو وي ! ملا اخترخان

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: په هغه چنارونو اودرختو کې عشر یانصف عشر شته چې دپلورلو لپاره یې نیالګي کښېنول شوي وي ،یایې درختي لګول شوي وي ،نوکه دکاریز یاردونو په عامو اوبوباندي وي عشر واجب دی اوکه دبرمي یانوروداسې اوبوباندي وي چې هرکال ډیره خرچه ورباندي کیږي نوبیانصف عشر دی .

اوعشر یواځې هغه وخت ځیني اخستل کیږي چې دغه درختي اوچناران کاټ شي یاوپلورل شي .

في الهدایة ۱\۱۸۱ حتی لواتخذ ها مقصبة اومشجرة اومنبتا للحشیش یجب فيها العشر الخ

في ردالمحتار ۲\۳۲۷  مطلب مهم في حکم اراضي المصر .. فلواستنمی ارضه بقوائم الخلاف ومااشبهه اوبالقصب اوالحشیش وکان یقطع ذلک ویبیعه کان فیه العشر … وتجب العشر في سقی السماء …ونصفه في سقی غرب ودالیة .

ومثله في الهندیة ۱\۱۸۶

ومثله في جدیدفقهي مسائل ۱\۱۵۹ وفتاوی حقانیه ۳\۵۸۳ وغیرها

والله تعالی اعلم

کتبه : ابوحامدعفی عنه

Related posts