جنوري 25, 2021

مؤمنان به له جهاد څخه ځان پاته نه کړي .

مؤمنان به له جهاد څخه ځان پاته نه کړي .

قال الله تعالی : لاَ يَسْتَأْذِنُكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ أَن يُجَاهِدُواْ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ وَاللّهُ عَلِيمٌ بِالْمُتَّقِينَ} سورة التوبة : 44

ژباړه : اجازه نه غواړي له تاسو څخه هغه کسان چې په الله تعالی اوورځې دآخرت باندي ایمان لري ددې لپاره چې دوئ جهاد وکړي په مالونو اوځانونو خپلو سره ،الله تعالی  په رښتونو مؤمنانو ډیر ښه عالم دی .

لنډتفسیر :یعني هغه کسان چې په زړونو کې يې ایمان اوتقوی ځای لري هغوئ له داسې عظیم اوستر عمل ځخه ځان نه پاته کوي ، بلکه  ځان اومال په دې لاره کې قربانوي ،مګر هغه کسان چې دغه عقیده نه لري نوله جهادڅخه په ډول ډول بهانو اوعذرونو ځان شاته کوي ،نه په خپله جهاد کوي اونه خپل مال په دې لاره کې لګوي .

بلکې رښتوني مؤمنان چې کله جهادته دتلو اسباب ونه لري اودوئ ته وویل شي چې تاسو اوس جهاد ته مه ځئ نوددوئ  سترګي له اوښکو ډکي وي اوپه پاته کیدلو سخت خپه وي .لکه دهمدې سورة په ۹۲ آية کې راغلي دي : تولوا واعینهم تفیض من الدمع حزنا الا یجدوا ماینفقون .

Related posts