جنوري 26, 2021

په (Computer) کې دComposing سره دتلاوت اوریدل .

په (Computer) کې دComposing سره دتلاوت اوریدل .

پوښتنه : زه په کمپیوتر باندي کمپوز کوم مګر ورسره قرآن کریم هم اورم یعني دکوم اواز په ځای قرآن کریم اورم  نوبیا بل تن راته وویل چې داجائز نه ده ، نوکه تاسو موږ ته په دې اړه رهنمایې وکړئ احسان به مووي .

جواب : کله چې قرآن کریم په کمپیوټرکې خلاص شي ، تلاوت يې  شروع شي نو پوره توجه  ورته کول  اوغوږ  ورته نیول ضروري ده ،نورکارونه  لکه کمپوز وغیره نشي ورسره کیدلای

قال الله تعالي  : وَإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُوا لَهُ وَأَنصِتُوا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (204)اعراف

وفي تفسیر ابن کثیر رح   عن أبي هريرة ، رضي الله عنه ; أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : ” من استمع إلى آية من كتاب الله ، كتبت له حسنة مضاعفة ، ومن تلاها كانت له نورا يوم القيامة “رواه احمد.

وفي الات جدیدة ۲۰۷ ط ادارة المعارف

   ’’یه بهي  ظاهر هي که قرآن کریم جب ټیب ریکارډر مين پړهنا جائزهي تواس کاسننا بهي جائز هي شرط یه هي که ایسي مجلسون مين نه سناجای جهان لوګ  اپني کاروبار یادوسري مشاغل مین لګين هون یاسنني کي طرف متوجه نه هون ورنه بجای ثواب ګناه هوګا .

مفتي ابویاسر عفی عنه

Related posts