
الاستفتاء : محترم مفتي صاحب ! زموږ دطالبانوپه یوه مجلس کې په دې خبره سره اختلاف شو چې سنت طریقه سلام اچول یالیکل څرنګه ده ؟ ځینو یوڅه ویل اوځینو بل ،که په دې اړه معلومات راکړئ احسان به مووي . نورالله
الجواب حامدا ومصلیا وبعد: کله چې یومسلمان دبل سره مخ کيږي نو سلام اچول سنت اوجواب ورکول واجب دی ،اودسلام د اچولواوجواب ورکولو په دواړو صورتونوکې ترټولو غوره طریقه داده چې په دې ډول دسلام کلمات ووایې : السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ، اوجواب ورکونکی هم داسي کلمات ووایې : وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته .
په دغه وړاندينۍ طریقه سره دسلام لیکل اوجواب ورکول هم ترټولو ښه طریقه ده .
في التاتارخانیه ۱۸\ ۷۷ والافضل للمسلم أن یقول :السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ،والمجیب کذالک یرد . . . ولکن الافضل الالف واللام .
ومثله في الهندیة ۵\۳۲۵ وردالمحتار ۵\۲۹۳
والله تعالی اعلم .
کتبه : ابوحامدعفی عنه