
الاستفتاء – که دیوسړي ږېره ګڼه وې،أوپه أوداسه کې یې دويښتانوبيخوته اوبه نشي رسيدلی أودږېري ويښتان یې هم ټول نشي لانده،نوأودس یې صحيح ده أوکنه؟ المستفتي مولوي کليم الله .
الجواب حامداومصلیاوبعد: ږيره که چيري ګڼه وي اولاندي پوست یې نه معلوميږي ،بیاداوبورسول دويښتانو بيخونوته فرض نه دي ،بلکې یواځې دږيري په هغه برخه چې د مخ په حصه ولاړه ده،دأوبوتيره ول فرض دي،نوکه مذکورکس څخه دږيري هغه برخه پاته شي چې د مخ په حصه ولاړه ده،نوفرض یې نه شومکمل،
اوپاته شودږیرې هغه ویښتان چې له زني څخه ځوړنده دي،دهغوئ وينځل فرض نه بلکه سنت دي .
لمافی الهندیه ۱/ ۴ :وروي عن أبي حنيفة ومحمدرحمهماالله تعالی أنه یجب اِمرارالماء علی ظاهر اللحیة وهوالاصح … والشعرالمسترسل من الذقن لایجب غسله الخ ،
وفی تبیین الحقائق ۱/ ۳/ وروي عن أبي حنيفة ومحمدأنه یجب اِمرارالماء علی الظاهراللحیةوهوالاصح لأنه لماتعسرغسل ماتحت الشعر انتقل الواجب الیه من غیر تغیر کالحاجبين الخ .
ومثله فی الشمني بهامش الزيلعي ۱/ ۳/ .
وفی البدائع الصنائع ۱/ ۶۶ :فاِذانبت الشعر یسقط ماتحته عندعامة العلماء … ان الواجب غسل الوجه ولما نبت الشعرخرج ماتحته من ان یکون وحها لأنه لایواجه اِلیه فلایجب غسله .
وفی ردالمحتارمع الدرالمختار۱ /۲۲۵ – ۲۲۷ :وغسل جميع اللحیة فرض ايضا… ثم لاخلاف أن المسترسل لایجب غسله ولامسحه … بل یسن .والله تعالی اعلم بالصواب
حرّره :محمدمدثرعفی عنه