مارچ 01, 2021

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسجد او روضي په اړه:

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسجد او روضي په اړه:

د هجرت په ۸۸ کال، د مدینې منورې واکمن حضرت عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د اموي خلیفه ولید بن عبدالملک په امر نبوي مسجد پراخ کړ چې مساحت یې ۶۴۴۰ مربع مترو ته ورسېد، ولید د مسجد په څنډو کې د څلورو منارو جوړولو امر هم وکړ او محراب یې له سره ورغاوه، د مسجد دننه دېوالونه یې په زرو او نورو توکو سینګار کړل، د پایو شمېر یې ۲۳۲ ته ورسېد.

عباسي خلیفه ابو عبدالله محمد المهدي هم د ۱۶۱ او ۱۶۵ کلونو تر منځ نبوي مسجد پسې پراخ کړ، ۶۰ کړکۍ او ۲۴ ورونه یې ور زیات کړل.

په ۶۵۴ کال کې چې کله مسجد وسوځېد، عباسي خلیفه المعتصم یې د بیا رغولو امر وکړ،‌ خو دا کار ځکه ونه شو چې مغولو بغداد ونیو او په ۶۵۶ کال یې سقوط وکړ، خو د ترمیم او نوښت کارونه د ممالیکو په واکمنۍ کې بشپړ شول.

په ۹۷۴ کال، عثماني پاچا سلیمان القانوني ګنبده بیا ورغوله او نوې میاشت یې پرې نصب کړه، عثمانیانو د خپل دود له مخې سپوږمۍ پر منارو او ګنبدو لګولې چې په زرو له سینګار شویو مسو جوړېدې.

په ۱۲۲۸ میلادي کال یې ګنبدې ته د سلطان دویم محمد د واکمنۍ پرمهال شین رنګ ورکړل شو.

په ۱۲۷۷ کال نبوي مسجد ونړېد، همدا وو چې عثماني سلطان دویم عبدالحمید یې ترمیم او پراختیا ته اړ شو او ۱۰۳۰۳ متر مربع ته ورسېد. په دې پراختیا کې مسجد ته پنځه نور ورونه هم ورزیات شول، دېوالونه یې ۱۱ متره لوړ شول او د تېلو تر ۶۰۰ ډېر څراغونه پکې ولګول شول.

په ۱۳۲۷ هـ (۱۹۰۹میلادي) کال نبوي مسجد په عربي جزیره کې لومړنی ځای و چې برېښنا ور ورسېده.

د سعودي واکمنې کورنۍ پرمهال،‌ پاچا عبدالعزیز آل سعود په ۱۹۵۰ کال د نبوي مسجد د پراختیا امر وکړ چې مساحت یې ۱۶۳۲۷ مربع مترو ته ورسېد، پایې یې ۷۰۶ ته ورسېدې او ګروپونه یې ۲۴۲۷ ته ورسېدل.‌

په ۱۹۷۳ کال، پاچا فیصل بن عبدالعزیز نبوي مسجدله لوېدیځې خوا شاوخوا ۳۵ زره مربع متره نور پراخه کړ او د لویو چتریو شمېر هم پکې زیات شو.

په ۱۳۹۸ کال د پاچا خالد بن عبدالعزیز په امر له پراختیا وروسته پاچا فهد بن عبدالعزیز د ۱۴۰۵ او ۱۴۱۴ کلونو ترمنځ دنبوي مسجد د پراختیا امر وکړ،‌ په دې پراختیا کې د مسجد ډېری دروازې لویې شوې، په ۴۱ دروازو کې یې برېښنايي زینې ولګول شوې او دروازې یې ۸۵ ته ورسېدې – سربېره پر دې یې ګنبدې ترمیم او څلور دنګې منارې جوړې شوې.‌

د نبوي مسجد تر ټولو د لویې پراختیا چارې د پاچا عبدالله بن عبدالعزیز په امر په ۲۰۱۲ کال پیل شوې، چې د اټکل له مخې شاوخوا دوه میلیون زیارت کوونکي هلته ځای شي.

هغه وخت د سعودي د مالیې وزیر ابراهیم العساف ویلي وو، د نبوي مسجد مساحت ۶۱۴۸۰۰ مربع مترو ته رسېږي او د مسجد ټول ټال مساحت به ۱۰۲۰۵۰۰ مربع متره شي. په دې مساحت سره به د مسجد د ننه یو میلیون لمونځ کوونکي او ۸۰۰۰۰۰ نور بهرني انګړ کې ځای شي.

د مسجد د چارو ویاند ویلي، پاچا عبدالله د ۲۵۰ اضافي لویو چتریو نصبولو امر هم وکړ، دا چترۍ په عصري سیستم سمبالې دي، چې له لمر ختلو وړاندې غوړېږي او د شپې بېرته ټولېږي او لمونځ کوونکي له سوځنده لمر او بارانه ساتي

زرغونه ګنبده د نبوي مسجد له سترو ځانګړنو ده، دا ګنبده د رسول الله صلی الله علیه وسلم، حضرت ابوبکر او عمر رضی الله تعالیٰ عنهما د قبرونوپه برابر ده.

سمهودي په خپل کتاب “وفاء الوفاء” کې لیکلي: “لومړنۍ ګنبده د رسول الله صلی الله علیه وسلم په قبر د هغه تر رحلته ۶۵۰ کاله وروسته (په ۱۲۷۹/۶۷۸هـ) کال د مصر مملوکي واکمن سلطان المنصور سیف الدین قلاوون له خوا له لرګي جوړه شوه.

ګنبده په بیخ کې مربع شکل او په سر کې اته زاویې لري، ګڼ وارې ترمیم شوي.

دوکتور اختر د “رفعت باشا یادښتونه” څخه نقل کوي: “ګبندې سپین رنګ درلود بیا بنفش رنګ ورکړل شو،‌ وروسته په ۱۸۳۷ کال زرغون رنګ ورکړل شو”.

بیلابیلې مجلې اوکتابونه

دمفتي ابویاسر له الحدیقې څخه ص\۱۲\۲۲

Related posts